په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۰۷۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
1656777
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۸۶۶۸ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۱۸ زره او ۷۵۸ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۶۰۷۶ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱۱۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۹۷۳ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۵۶ میلیونه ۷۸۹ زره او ۵۴۲ ته لوړه شوې ده.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۳۳ میلیونه ۳۰۲ زره او ۲۶۳ تنو ته رسیدلې ده .