په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۲۶۱
1656382
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۸۵۹۳ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۲۴ زره او ۱۲۸ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۶۲۶۱ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۲۱۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۹۹۷ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۵۶ میلیونه ۵۷۰ زره او ۷۸۴ ته لوړه شوې ده.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۳۲ میلیونه ۸۲۳ زره او ۲۸ تنو ته رسیدلې ده .