په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۵۲۳ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1644897
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۸  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۶۴۴۶   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۱۶ زره او ۶۵۵  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۷۵۲۳ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي دي‌ چې د اوږدې مودې وروسته د لومړي‌ ځل لپاره  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د مړو شمیره د ۱۸۰ تنو نه او د مثبتو پيښو شمیره د ۸۰۰۰  نه راټیټه شوې ده .

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۰۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۱۷۴۵   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

·      د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۵۲ میلیونه   ۵۹۴  زره او ۳۳۳  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۸ میلیونه ۷۴ زره او ۸۱۷ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه