د ترکیې په عثمانیه ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول
د ترکیې د عثمانيه په ولایت کې پولیس ۷۴ تنه ناقانونه کډوال چې لویه برخه افغانان دي ونیول.
د عثمانيه ولایت د امنیې قومندانۍ د کډوالو د قاچاق پر خلاف د مبارزې او د سرحدي دروازو د ریاست منسوبینو په لویه لاره کې د ګزمې او کنټرول پر مهال دوه شکمن میني بوسونه ودرول . په درول شوو ۱۴ کسیزو میني بوسونو کې ۷۴ تنه ناقانونه کډوال ونیول شو.
د ویلو ده چې د نیول شوو کډوالو نه ۶ تنه د پاکستان او پاتې ۶۸ تنه نور د افغانستان وګړي دي.
نوموړي کډوال چې د ایران نه په ناقانونه توګه ترکیې ته راداخل شوي وو او د کرونا ویروس د تدابیرو پر خلاف يي پرته د ماسک سفر کولو ټول ونیول شول.
پولیسو د هر څه نه مخکې په کډوالو ماسکونه وویشل او وروسته يي پرې ډوډۍ وویشله.
د ویلو ده چې نیول شوي کډوال د اغره ولایت د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته وسپارل شول.
د نوموړو کډوال انتقالوونکي د میني بسونو چلوونکي د ۱۳۹ زره او ۹۳۴ ترکي لیرو نقدي جزا سربیره د پولیسو لخوا ونیول شول او نوکري والې محکمې ته وړاندې شول.
محکمې نوموړي دوه تنه موټر چلوونکي په ضمانت او عدلي کنټرول په شرط خوشې کړل.