ترکیې د دفاعي صنایع په برخه کې د ځان بسیاینې په برخه کې یو بل ډیر مهم ګام اوچت کړ
ترکیې دا ځل د هوا نه هوا ته توغندی په بریالیتوب سره وازمایه
1621019
ترکیې د دفاعي صنایع په برخه کې یو بل ډیر مهم ګام اوچت کړ.
ترکیې داځل هوا نه هوا ته توغندی په بریالیتوب سره وازمایه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د نړۍ د هغه ګوتو په شمیر هیوادونو په کتار کې داخل شو چې د هوا نه هوا ته د توغندي تکنالوژي لري.
ولسمشر اردوغان د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې
ترکیې وتوانید چې د نړۍ د ګوتو په شمیر د هغه هیوادونو په کتار کې چې د هوا نه هوا ته د توغندي تکنالوژي خاوندان دي ځای ونیسي.
د ترکیې ځوان انجینیرانو لخوا د ګوک توغ د پروژې په چوکاټ کې جوړ کړی د بوزدوغان په نامه د هوا نه هوا ته توغندی لومړی ازمایښت په ډیر بریالیتوب سره ترسره شو.
په لومړي ازمایښت کې دې توغندي خپل هدف په ډیر بریالي توګه له منځه یوړ.