ترکیې امنیتي ځواکونو د هتای په ولایت کې د سوریې سره په پوله کې یو تونل کشف او له منځه یوړ
د ترکیې امنیتي ځواکونو د هتای په ولایت کې د سوریې سره په پوله کې یو ستر تونل کشف کړ.
1618520
امنیتي ځواکونو ویلي دي چې پدې تونل کې ۲۴ تنه چې غوښتل يي په قاچاقي او غیرې قانوني توګه ترکیې ته داخل شي هم نیول شوي دي.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د هتای ولایت د ریحانلي په ولسوالۍ کې د سوریې سره په پوله کې د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي سره یو تونل کشف شوی.
همداشان امنیتي ځواکونو ۲۴ تنه چې د همدې تونل له لارې غوښتل په غیرې قانوني توګه ترکیې ته راتیر شي هم نیولي دي.
امنیتي ځواکونو ویلي دي چې تونل یو سر د ترکیې د هتای ولایت د ریحانلي په ولسوالۍ کې او بل سر يي په سوریه کې د اتما په نامه د کډوالو د کمپ په یو کور کې وو.
نوموړی تونل چې ګمان کیږي د ناقانونه کډوالو او ترهګرو لخوا ترینه کار اخیستل کیده له منځه یوړل شو.