د اذربایجان ولسمشر الهام عليوف په باکو کې د ترکیې لوی سفیر ته د دوستۍ عالي نښان ورکړ.
په اذربایجان کې د ترکیې سفیر: اذربایجان ته تل د خپل وطن په سترګه ګورو
د اذربایجان د ولسمشرۍ ماڼۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر الهام عليوف په باکو کې د ترکیې لوی سفیر ایرکان اوز اورال حضور ته قبول کړ.
د اذربایجان ولسمشر په باکو کې د ترکیې د سفیر ایرکان اوز اورال چې د دندې موده يي سرته رسیدلې ده د خدای په امانۍ لیدنه وکړه.
علیوف دلته ددې خبرې په ټینګار وویل چې په باکو کې د ترکیې د لوی سفیر اوز اورال د دندې موده سرته رسیدلې ده خو هغه په واقعیت چې د خپلې دندې پر مهال د ترکیې او اذربایجان ترمنځه د دوستۍ او ورورولۍ اړیکو د لا پياوړې کولو په خاطر تل ډیره زیاته هڅه او خدمات کړي دي. علیوف د هغه نه ډیره زیاته مننه وکړه.
هغه زیاته کړه چې د قره باغ په جګړه کې د اذربایجان سره د ترکیې مرسته او ملاتړ به هیڅوخت هیر نکړي.
علیوف وویل چې اوز اورال په باکو کې د خپلې دندې پر مهال هم د ترکیې او اذربایجان ترمنځه د اړیکو د لا ودې او پیاوړتیا په لاره کې ډیرې نه سټرې کیدونکې هلې ځلې کړي دي چې د همدې امله يي د اذربایجان تر ټولو د عالي د دوستۍ نښان لایق وګڼه.
په باکو کې د ترکیې سفیر ددې عالي نښان له امله د اذربایجان ولسمشر او خلکو نه ډیره زیاته مننه وکړه او وویل چې دا نښان زما لپاره ستر ویاړ او افتخار دی.
هغه د اذربایجان د ولسمشر نه ددې نښان له امله مننه وکړه.
هغه وویل چې اذربایجان ته هیڅوخت د ترکیې نه جلا نیولی دی. اذربایجان ته يي تل د خپل وطن په سترګه کتلي دي.