په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۵۵۷۹۱ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی

1618335
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۵۳  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۳۳۴۵۴   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۰۵ زره او ۱۰۳  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۵۵۷۹۱ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۷۸۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۲۶۵۸   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۴۰ میلیونه   ۹۹۴  زره او ۷۴۲  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د   راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۱۸ میلیونه ۴۲۸ زره او ۹۰۹ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه