په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۴۹۵۸۴ تنو کې د کرونا ویروس ناروغي‌ تشخیص شوې ده

1616079
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۱  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۳۲۶۶۷   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۷۱ زره او ۵۴۷  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۴۹۵۸۴ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۴۹۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۲۴۷۷   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۴۰ میلیونه   ۸۳  زره او ۱۴۲  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د   راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۱۷ میلیونه ۶۶۴ زره او ۶۳ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه