په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۱۹۹۸ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1614650
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۵  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۳۲۲۶۳   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۴۶ زره او ۲۱۰  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۴۱۹۹۸ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۶۷۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي .

 د ناروغانو د ۲۳۱۱   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۳۹میلیونه   ۵۶۶  زره او ۹۹  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د   راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۱۶ میلیونه ۷۹۹ زره او ۹۲۲ تنو ته رسیدلې ده .

د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي دي چې ترکیه  په نړۍ کې د هغه هیوادونو په منځ کې چې پخپله يي واکسین ندي تولید کړي تر ټولو زیات د واکسین ترکوونکو په کتار کې په شپږم ځای کې قرار لري. هغه ویلي دي چې ترکیه د امریکا، چین، هندوستان،انګلستان او برازیل نه وروسته په شپږم  هیواد دی چې تر ټولو زیات واکسین يي تطبیق کړی دی.



اړوند خبرونه