په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۰۰۴۹ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1604137
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۱  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۲۹۷۷۷   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۸۴ زره او ۴۵۲  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۲۰۰۴۹ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۶۱۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي .

همداشان  د ناروغانو د ۱۵۰۳   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۳۵میلیونه   ۷۸۷  زره او ۴۸۰  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د   راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د  ۱۲ میلیونو او ۷۰۷  زره او ۲۲۷ تنو ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه