په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۶۷۴۹ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۹۶۲۳ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۵۸ زره او ۳۸۶ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۶۷۴۹ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۸۹۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي .
همداشان د ناروغانو د ۱۴۷۴ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۳۵میلیونه ۴۳۵ زره او ۵۰۲ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د ۱۱ میلیونو او ۹۵۲ زره او ۵۵۱ تنو ته لوړه شوې ده.