په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۵۰۸۲ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1600823
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۵  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۲۹۴۲۱   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۵۰ زره او ۹۸  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۱۵۰۸۲ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۲۸۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي .

همداشان  د ناروغانو د ۱۳۵۰   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۳۴میلیونه   ۹۹۳  زره او ۵۷۸  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د   راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د  ۱۰ میلیونو او ۹۹۲  زره او ۵۲۰ تنو ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه