په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۴۵۵۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۹۲۲۷ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۴۵ زره او ۱۳۰ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۴۵۵۶ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۱۹۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي .
همداشان د ناروغانو د ۱۳۰۹ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۳۴میلیونه ۵۴۸ زره او ۲۳۸ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د ۱۰ میلیونو او ۴۱۴ زره او ۱۷ تنو ته لوړه شوې ده.