په بالکیسیر کې ۳۶ تنه کډوالو له مرګه وژغورل شول

د ترکیې د بالکیسیر ولایت د ایوه لک په ولسوالۍ کې ۳۶ تنه کډوال چې په سمندر کې د ډوبیدو په حال کې ول وژغورل شول.

1596154
په بالکیسیر کې ۳۶ تنه کډوالو له مرګه وژغورل شول

 

د ترکیې د سواحلو د امنیت کارډ ځواکونو د ایوه لک په ولسوالۍ کې ۳۶ تنه کډوال چې د یونان ته د تیریدو هڅه کوله او په سمندر کې کښتۍ د ډوبیدو په حال کې وه وژغورل .

د سواحلو د امنیت ګارد ځواکونو قومندانۍ ویلي دي چې د بالکیسیر ولایت د ایوه لک په ولسوالۍ کې  د ۳۶ تنه کډوال چې کښتۍ په اوبو کې د ډوبیدو په حال کې وه وژغورل. د کډوالو کښتۍ چې د سمندر په منځ کې خرابه شوې وه او مخ په ډوبیدو وه د سواحلو د امنیت ګارد ځواکونو يي مرستې ته ودنګل.

ویل کیږي د کډوالو نه یو تن د مرستې غوښتنه کړې چې سمدلاسه ورته د ژغورنې ډلې ورسیدې.

د ژغورنې ډلې کډوال ټول روغ رمټ وژغورل او په خپلو کښتیو کې وچې ته راوویستل.

په نوموړو کډوالو کې په منځ کې ښځو او ماشومانو هم شتون درلود.

په کډوالو د خوړو او طبي توکو د ویشلو نه وروسته د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.



اړوند خبرونه