په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۱۳۰۲ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

1596069
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۲  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۲۸۹۰۱   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۳۸ زره او ۲۱۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۱۱۳۰۲ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۷۷۱۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي .

 د ناروغانو د ۱۲۳۲   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۳۳میلیونه   ۸۵۴  زره او ۹۶۰   ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه  شوې ده چې ددې شمیرې د  لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د  ۹ میلیونو او ۸۷۱  زره او ۷۹ تنو ته لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه