په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۱۳۲۲ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

1595325
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۸  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۲۸۸۳۹   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۳۷ زره او ۸۸۵ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۱۱۳۲۲ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۷۸۷۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي .

 د ناروغانو د ۱۲۲۰   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۳۳میلیونه   ۷۱۶  زره او ۷۴۶   ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه  شوې ده چې ددې شمیرې د  لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره د  ۹ میلیونو او ۶۵۶  زره او ۱۶۴ تنو ته لوړه شوې ده .



اړوند خبرونه