د ترکیې د بتلیس په ولایت کې  یوې پوځي چورلکې سقوط وکړ.

په ترکیه کې د پوځي چورلکې د سقوط له امله ۱۱ تنه پوځیان شهیدان شول

1595337
د ترکیې د بتلیس په ولایت کې  یوې پوځي چورلکې سقوط وکړ.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د بینګول ولایت نه د تاتوان ولسوالۍ پر لورې روانې پوځي چورلکې د بتلیس په ولایت کې سقوط کړی دی.

پدې پیښه کې ۱۱ تنه پوځیان په شهادت رسیدلي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. په شهیدانو کې  د اتم قول اردو قومندان ډګر جنرال عثمان ایرباش هم شتون لري.

د بله پلوه د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار او د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د پيښې سیمې ته سفر کړی دی.

ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د چورلکې د لویدو نه وروسته ۹ تنه پوځیان په شهادت رسیدلي وو او ۴ تنه نور ټپيان شوي وو چې د ټپیانو نه دوه تنه په روغتون کې شهیدان شول.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې غمناکې پیښې په اړه د دفاع وزیر خلوصي اکار نه معلومات واخیستل.

ولسمشر اردوغان ددې پیښې شهیدانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې شفاء او د شهیدانو کورنیو ، د ترکیې وسله وال پوځ او ترک ملت ته تسلیت  او صبر غوښتنه کړې ده .

د ترکیې د دفاع وزیر، لوی درستیز او د پلو ځواکونو  قومندان د پيښې سیمه تللي او تحقیقات يي کړي دي.

دفاع وزیر ویلي دي چې چورلکې  د بینګول ولایت نه الوتنه کړې وه او د بتلیس ولایت د تاتوان د ولسوالۍ په اطرافو کې سقوط وکړ. ویل کیږي چورلکې د هوا د خرابوالي په نتیجه کې سقوط کړی دی.


پيوندونه: #سقوط , #چورلکه , #ترکیه

اړوند خبرونه