د ناټو سازمان مشر په ترکیه کې د پوځي چورلکې د سقوط له امله د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل

ینس ستولتنبرګ د ترکیې سره خواخوږي څرګنده کړه

1595344
د ناټو سازمان مشر په ترکیه کې د پوځي چورلکې د سقوط له امله د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل

 د ناټو عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ  د ترکیې د بتلیس په ولایت کې د پوځي چورلکې د سقوط له امله د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د ناټو سازمان عمومی سکرتر ینس ستولتنبرګ د په بتلیس ولایت کې د پوځي چورلکې د سقوط له امله د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره ټیلیفوني اړیکه ټینګه کړې او پدې پیښه کې د لسو تنو پوځیانو د شهیدیدو په خاطر يي د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.

ستولتنبرګ ویلي دي چې ناټو سازمان  د ترکیې سره په همغږۍ کې دی. ددې پیښې له امله يي ژور خفګان ښودلی دی.

د ویلو ده چې نن پنجشنبه د مارچ څلورمه نیټه د ترکیې د بتلیس په ولایت کې د یوې پوځي چورلکې د سقوط په نتیجه کې د اتم قول اردو د قومندان په ګډون لس تنه پوځیان په شهادت رسیدلي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.



اړوند خبرونه