ترکیې امنیتي ځواکونو د فبروري په میاشت کې ۱۲۶ تنه ترهګرو له منځه وړي
د ترکیې امنیتي ځواکونو ترهګرو ته یو بل ستر ګوزار ورکړ
د ترکیې امنیتي ځواکونو د ژمي پدې سړه هوا او ډیرو زیاتو واورو کې د تیرو څو اونیو راهیسې د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف په روانو عملیاتو کې ترهګرو ته ډیر ستر ګوزار ورکړی دی.
د ترکیې امنیتي ځواکونو د روان میلادي کال د فبروري په میاشت کې د ترکیې د سولې او ثبات دښمنان، د ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو قاتلینو د پ ک ک او وای پ جي ترهګرو سازمانونو پر خلاف په روانو عملیاتو کې ۱۲۶ تنه ترهګر له منځه وړي دي.
د بله پلوه په ۲۰۲۱ کال د پیل راهیسې د فبروري تر ۲۷ مې نیټې پورې ۳۱ تنه ترهګرو ځانونه امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړي دي.
د بله پلوه د ترکیې د کورنیو چارو وزارت لخوا د جنوري په میاشت کې پیل شوې د ایرن په نامه د ترهګرۍ پر خلاف پيل شوي عملیات دوام لري.
همداشان د فبروري په میاشت کې د ترکیې د بتلیس، سیرت، تونجیلي، هتای، عثمانیه، غازي انتب، حقاري او شرناق په ولایتونو کې د ترهګرو پر خلاف پيل شوي عملیات دوام لري.