په شانلي اورفا کې په ټرافیکي پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ترکیې د شانلي اورفا په ولایت کې په ټرافیکي پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
په شانلي اورفا ولایت کې د یو مساپروړونکی بس او ټیلر لارۍ د جنګیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
دا پیښه د شانلي اورفا ولایت د بیریجیک په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده . د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پيښه کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پیښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د مرستې غوښتنه وشوه چې په یو زیات شمیر امبولانسونه او د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې.
د پیښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.
د ویلو ده چې پرون هم د ترکیې د قونیې په ولایت کې یو بس موټر د یو کوچني موټر سره د جنګیدو په نتیجه کې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو تر ۳۰ تنو ډیر کسان ټپيان شوي وو.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د مې ۲۹ مه د استانبول د فتحې د ۵۷۱ مې کلیزې په مناسبت مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د استانبول فتحه د تاریخ له سترو بریاوو څخه وه.