په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۹۱۲ مثبتې پيښې ثبت شوي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۵۷۳۶ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۶۵ زره او ۹۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۶۹۱۲ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۰۹۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره دوه میلیون ۳۴۸ زره او ۳۰۹ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان د ناروغانو د ۱۷۴۰ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۲۹ میلیونه ۳۴۶ زره او ۲۱۹ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره راټیټه شوې ده چې ددې شمیرې د لا زیات راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی.