د ترکیې د موغلا ولایت د دالامان په ولسوالۍ کې ۱۶ تنه ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل شول.

په موغلا ولایت کې ۱۶ تنه ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل شول

1571080
د ترکیې د موغلا ولایت د دالامان په ولسوالۍ کې ۱۶ تنه ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل شول.

 

د ساحلي ګارد قومندانۍ د معلوماتو له مخې د موغلا ولایت د دالامان په ولسوالۍ کې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ چې یونان ته د تیریدو هڅه کوله او د سمندر په منځ کې د تخنیکي ستونزې له امله د مخ په ډوبیدو وه وژغورله.

ساحلي ګارد قومندانۍ د نوموړې پيښې په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې.

د ژغورنې ډلو د ډوبیدو په حال کې په کښتۍ کې سپاره ۱۶ تنه کډوال له مرګه وژغورل . کډوال د ساحلي ګارد ځواکونو په کښتیو کې وچې ته راوویستل شول .

نوموړي کډوال د ژغورل کیدو نه وروسته د موغلا ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.



اړوند خبرونه