د بهر نه ترکیې ته په راتلوونکو د راتګ نه مخکې د کرونا ویروس ټسټ ترسره کول اجباري شول
د بهر نه ترکیې ته راتلوونکي ټول مساپر باید د کرونا ویروس منفي ټسټ په لاس کې ولري. پر ټسټ ترکیې ته د راداخلیدو د شیبې نه په اعتبار سره باید د ۷۲ ساعتونو نه ډیره موده نوي تیره شوي.
دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه. هغه وویل چې ترکیې ته په راتلوونکو مساپرو د کرونا ویروس ټسټ اجباري کوو. هر هغه څوک چې د بهر نه ترکیې ته راداخلیږي حد اکثر ۷۲ ساعته مخکې باید د کرونا ویروس ټسټ کړی وي او ټسټ نتیجه يي باید منفي وي.
هغه وویل چې د دسمبر د ۲۸ نیټې د راتلوونکې دوشنبې د ورځ نه په اعتبار سره د هوا له لارې او د دسمبر د ۳۰ مې نیټې نه په اعتبار سره د مځکې، هوا او سمندر له لارې ترکیې ته راداخلیدونکو باندې د کرونا ټسټ چې د ۷۲ ساعتونو نه ډیر وخت پرې نوي تیر شوی اجباري کیږي.
د ټسټ نتیجه باید منفي وي. هر تن ترکیې ته د حرکت نه مخکې باید د کرونا ویروس ټسټ منفي نتیجه مسئولینو ته وښايي. د کرونا ویروس د ټسټ نه پرته هیچا ته به الوتکو ته د ختو اجازه ورنکړی شي. همداشان هر هغه څوک چې د ترکیې په سرحدي دزوازو کې ټسټ نتیجه ابراز نکړي هغه به د خپل امامت په ادرس کې د قرنطین لاندې ونیول شي.
دا پروګرام به د ۲۰۲۱ کال د مارچ تر لومړۍ نیټې دوام وکړي.
د روغتیا وزیر وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ د کرونا ویروس کووید ۱۹ د نړۍ تهدیدولو ته دوام ورکوي. همداشان ترکیه هم تازه علمي پرمختګونه د نږدې نه تعقیبوي او تدابیرو نیولو ته دوام ورکوي.
په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو کچه مخ په لوړیدو ده. همداشان ټول هیوادونه د بهر نه د راتلونکو مساپرو په اړه تدابیرو نیولو ته دوام ورکوي چې مونږ هم تدابیرو ته اړتیا ولیده.
د بله پلوه په انګلستان کې د کرونا ویروس کووید ۱۹ نوې بڼه لیدل شوې ده . همداشان د انګلستان نه وروسته په ډنمارک او سویلي افریقا کې هم د کرونا ویروس نوې بڼه لیدل شوې ده . د همدې امله ترکیې د انګلستان، ډنمارک، هالنډ او سویلي افریقا پر مخ الوتنې ودرولې.
همداشان هغه مساپر چې د انګلستان ، ډنمارک او سویلي افریقا ته ترکیې ته راځي د کرونا ویروس د منفي ټسټ د درلودو ترڅنګ په قرنطین کې نیول کیږي. د قرنطین په اومه ورځ ورته ټسټ کیږي که چیرې ټسټ يي منفي وي قرنطین يي پایته رسول کیږي او که چیرې مثبت وي د تداوۍ لاندې نیول کیږي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.
ولسمشر اردوغان د جي ۷ په سرمشریزه کې ګډون کوي
د اوو پرمختللو اقتصادي هیوادونو (G7) مشران به د جون په ۱۳ نیټه په ایټالیا کې غونډه وکړي.