ترکیه خپل شهیدان هیڅکله هم نه هیروي
په ترکیه کې د ساره قامش د شهیدانو یاد مراسم جوړیږي
1550605
ترکیه خپل شهیدان هیڅکله هم نه هیروي. سره ددې چې د ساره قامش د پيښې او شهیدانو نه ۱۰۶ کاله تیر شوي دي خو بیا هم دوې یاد تل ژوندی دی او ژوندی ساتل کیږي.
د ترکیې د ځوانانو او سپورت وزارت د هر کال په څیر سږ کال هم د ساره قامش د شهیدانو د یاد په خاطر ځانګړي پروګرامونه جوړ کړل.
سږ کال د کرونا ویروس د تدابیرو له امله پروګرامونه د محدودو کسانو په ګډون سره د ۲۰۲۱ کال د جنوري د اتمې او لسمو نیټو ترمنځه جوړیږي.