د ترکیې د غازي انتب په ولایت کې په یو خصوصي روغتون کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده
د ترکیې د غازي انتب په ولایت کې په یو خصوصي روغتون کې د اکسیجن د تولید په ماشین کې د چاودنې په نتیجه کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده .
د لومړنیو معلوماتو له مخې دا چاودنه د کووید ۱۹ ناروغانو د ریکوري په څانګه کې رامنځته شوې ده .
په چاودنه او اورلګیدنه کې د ۸ تنو د وژل کیدو او ګن شمیر کسانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
نوموړي خصوصي روغتون د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د کووید ۱۹ ناروغانو په ریکوري څانګه کې د اکسیجن د تولید په ماشین چې د چاودنې له امله اورلګیدنه رامنځته شوې ده .
د اورلګیدنې نه سمدلاسه وروسته د روغتون د پرسونل د لومړنۍ مداخلې او وروسته د اور وژنې د ډلو د عاجلې مداخلې په نتیجه کې ۷ تنه ناروغان ژغورل شوي او نورو روغتونونو ته استول شوي او ۸ تنو ناروغانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان د ریکوري د څانګې نور ناروغان هم نورو روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د پيښې په اړه عدلي او اداري څیړنې پيل شوي دي.
د بله پلوه غازي انتب ولایت د والي دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره چې خصوصي روغتون په ریکوري څانګه کې د اکسیجن بالون د چاودنې له امله ۸ هیوادوالو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.