ترکیې په مدیترانه کې سمندري خبرداری اعلان کړ

ترکیې په ختیځه مدیترانه کې د میئس ټاپو لپاره سمندري خبرداری اعلان کړ.

1547190
ترکیې په مدیترانه کې سمندري خبرداری اعلان کړ

ترکیې په ختیځه مدیترانه کې د میئس ټاپو لپاره سمندري خبرداری اعلان کړ. د ویلو ده چې د نړۍوالو معاهدو له مخې د میئس په  ټاپو کې هر ډول پوځي فعالیتونه او موجودیت منع دی.

یونان په سیمه کې د روان کړکیچ او تاوتریخوالي د کمولو په خاطر د ډیالوګ او مذاکراتو په اړه د هلو ځلو پر خلاف د نړۍوالو حقوقو او تړونونو پر خلاف ګامونو اوچتولو ته دوام ورکوي.

د اتن حکومت په مدیترانه کې د مئیس ټاپو د غیرې پوځي موقف نه د ویستو هڅه کوي او ددې ټاپو غیرې پوځي موقف يي د خپو لاندې کړ.

ددې په مقابل کې ترکیې په مدیترانه کې د یونان د پارونکو اقداماتو په ځواب کې سمندري خبرداری اعلان کړ.

د ویلو ده چې د میئس ټاپو ته په ۱۹۴۷ کال کې د لاسلیک شوي پاریس تړون له مخې غیرې پوځي موقف ورکړ شوی دی. پدې ټاپو کې په هر ډول پوځي فعالیتونو او موجودیت بندیز لګول شوی دی خو یونان بیا دا تړون د خپو لاندې کړی دی.



اړوند خبرونه