ترکیې وسله والو ځواکونو په تیره یوه میاشت کې په عملیاتو کې ۶۸ تنه ترهګر له منځه وړي
د ترکیې وسله والو ځواکونو په تیره یوه میاشت کې د ترهګرو پر خلاف ۳۳ عملیاته ترسره کړي دي
1544547
د ترکیې وسله والو ځواکونو د تیرې یوې میاشتې په ترڅ کې په عملیاتو کې ۶۸ تنه ترهګر له منځه وړي دي.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویل دي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو په تیره یوه میاشت کې د هیواد دننه او بهر په ترسره کړو عملیاتو کې ۶۸ تنه ترهګر له منځه وړي دي.
په اعلامیه کې راغلي دي چې وسله والو ځواکونو په تیره یوه میاشت کې ۹ لوی او ۲۴ په منځنۍ کچه جمعآ ۳۳ عملیات ترسره کړي دي چې په نتیجه کې ۶۸ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.