د ترکیې او ایران بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې او ایران ترمنځه د بعضو غلط فهمیو له امله په اړیکو کې رامنځته شوې ترینګلتیا د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د خبرو نه وروسته حل شوه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او ایران جګپوړو مقاماتو ترمنځه جدي صمیمي اړیکي شتون لري. هغه ویلي دي ددې په هیله چې دا اړیکې د متقابل اعتماد پر بڼسټ لا پسې وده وکړي.
په انقره کې د ایران سفارت ویلي دي چې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ایران سفارت ویلي دي چې پدې وروستیو کې د ترکیې او ایران ترمنځه په اړیکو کې رامنځته شوې غلط فهمي حل شوه او هیڅډول ستونزه شتون نلري.
سفارت ویلي دي چې د ترکیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د لا پياوړي کولو په مسئلې ټینګار کړی دی.
د ویلو ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اذربایجان په پلازمینه باکو کې د بري د لمانځنې په مراسمو کې د ولسمشر اردوغان لخوا د یو شعر د لوستولو په غبرګون کې په تهران کې د ترکیې سفیر بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښت خپل اعتراض يي وړاندې کړ.
ددې په مقابل کې ترکیې بهرنیو چارو وزارت هم په انقره کې د ایران سفیر بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښت او هغه ته يي د ایراني مقاماتو لخوا پر ولسمشر اردوغان د پورې کړو بې بڼسټه تورونو او ادعاګانو له امله سخت غبرګون وښود.
ددې پرمختګونو نه وروسته تیره ورځ د ترکیې او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې او دا غلط فهمي سره حل کړه.