په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۲۱۰۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۱۵۹۷۷ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۰۸ زره او ۸۷۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۳۲۱۰۶ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۵۱۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۴۵۸ زره او ۱۰۹ ته لوړه شوې ده .
همداشان د ناروغانو د ۵۹۵۲ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۲۰ میلیونه ۷۰۹ زره او ۴۵۲ ته لوړه شوې ده.
د ویلو ده چې په ترکیه کې د اوږدې مودې راهیسې د لومړي ځل لپاره په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د ۲۲۶ تنو ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.