ترکیې د غزني په ولایت کې خونړی ترهګری برید په کلکو ټکو وغنده
ترکیې په افغانستان کې تیره ورځ د غزني په ولایت کې پر امنتي ځواکونو ترسره شوی خونړی برید په کلکه توګه وغنده.
1536511
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د غزني په ولایت کې پرونی برید چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکه توګه غندو.
بهرنیو چارو وزارت ویلي دي « په ډیرې خواشینۍ سره د افغانستان په غزني ولایت کې د ترهګري برید چې په نتیجه کې د ډیری امنیتي ځواکونو په ګډون په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خبر ترلاسه کړ.
ترکیه دا منفور ترهګری برید په کلکه توګه غندي. په برید کې د ژوند د لاسه ورکوونکو لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، ټپیانو ته د عاجلې شفاء او دوست او ورور هیواد افغانستان ملت او حکومت ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو. د ترکیې په توګه په افغانستان کې د سولې په اړه د روانو هلو ځلو د بریالیتوب او نتیجې ورکولو په خاطر د هر اړخیز اوربند په اړه خپله غوښتنه تکراروو.»