په چناق قلعه ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول
د ترکیې د چناق قلعه په ولایت کې ۱۰۲ تنه ناقانونه کډوال چې د یونان میدیلي ټاپو ته د تیریدو هڅه کوله ونیول شول.
1521687
د چناق قلعه ولایت د سواحلو د امنیت قومندانۍ ویلي دي چې د یاد شوي ولایت د ایزینه د ولسوالۍ په سواحلو کې ۱۰۲ تنه ناقانونه کډوال چې د یونان د میدیلي ټاپو ته د تیریدو هڅه کوله نیولي دي.
ویل کیږي دا کسان هله نیول شوي دي چې د پلاستیکي کښتۍ سره يي د خپلو ځانونو په بیه د سمندر نه د تیریدو هڅه کوله. د سواحلو د امنیت منسوبینو د ګزمې پر مهال ددې کسانو کښتۍ په سمندر کې تثبیت او وروسته پرته د هر ډول ستونزې وچې ته راوویستله.
په کښتۍ ۱۰۲ تنه ناقانونه کډوال او د هغوې قاچاقبر نیول شوی دی.
ویل کیږي کډوال د تحقیقاتو نه وروسته د یاد شوي ولایت د ایوه جک ولسوالۍ د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته او قاچاقبر د قانون منګولو ته وسپارل شو.