په ترکیه کې د زلزلې نه ۹۲ ساعته وروسته یوه ۳ کلنه ماشومه د خاورو لاندې نه ژوندۍ وژغورل شوه
په ترکیه کې د تیرې جمعې ورځ د اکتوبر په ۳۰ مه نیټه د رامنځته شوې زلزلې نه پوره ۹۲ ساعته یعنې ۴ ورځې او ۴ شپې وروسته د چپه شوې یوې ودانۍ لاندې نه یوه ۳ کلنه ماشومه روغه رمټه وژغورل شوه.
1520730
د تر لاسه شوو معلوماتو له مخې د ژغورنې ډلو تیره شپه یو غږ اوریدلی وو او دې غږ د اوریدو نه وروسته يي په سیمه کې په ډیر دقت سره د ژغورنې عملیاتو ته دوام ورکړ.
د ژغورنې ډلو د هغه ځای نه چې غږ اوریدلی وو ځانګړی تونل ووهه او په ډیر دقت سره يي ماشومې ته ځان ورسو.
د ژغورنې ډلې په وینا کله چې د غږ ځای ته ورسید یوه ماشومه يي ولیده چې ناسته. درې کلنې ماشومې سمدلاسه د ژِغورنې په ډلې غږ وکړ چې زه ښه یم. زما نوم ایدا دی.
د ژغورنې ډلې دا کوچنۍ ماشومه د ژغورنې نه سمدلاسه وروسته روغتون ته انتقال کړه او روغتیايي وضعیت يي په کامله توګه ښه دی. ددې ماشوم ژغورنې یو ځل بیا هیلې او امیدونه راژوندي کړل.
د ویلو ده چې پرون هم د زلزلې نه ۶۵ ساعته وروسته یوه درې کلنه ماشومه روغه رمټه ژغورل شوې وه