اردوغان : ترکیه د قوي او ازادې ارادې سره پرمختګ ته دوام ورکوي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د خپلې مفکورې ، د خپلې اجندا او خپلې پالیسې له مخې حرکت او چلند ته دوام ورکوي.
ولسمشر اردوغان د اکتوبر ۲۹ مه په ترکیه کې د جمهوریت د ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ویلي دي « د جمهوریت د سلمې کلیزې لمانځلو ته د چمتوالي د نیولو په دوره کې د ۲۰۲۳ کال هدفونو ته د رسیدو په خاطر د قوي ارادې او ثابتو ګامونو ته پرمختګ ته دوام ورکوو.»
ولسمشر اردوغان زیاته کړې ده چې « زمونږ ملت چې د ازادۍ په جګړه کې د ۷ کلن نه تر ۷۰ کلن نه پورې ټولو په ګډه ډیره قوي مبارزه کړې ده نن ورځ هم د یووالي او اتحاد او ورورولۍ سره خپل راتلوونکی جوړوي. د ترکیې لپاره نور د هغه برخو خبرې او عمل چې د ترکیې د ازادې ارادې سره د حرکت زغم نلري د ذرې په اندازه اهمیت نلري. زمونږ هیواد به نور د چا څه ویلو او څه کولو ته د کتنې نه پرته د خپلې ازادې ارادې ، مفکورې او پالیسۍ سره حرکت کولو ته دوام ورکړي. لکه څرنګه چې بڼسټګرې او قوي ارادې د نړۍ سترو ځواکونو د یرغل پلانونه په اوبو کې ډوب کړل همداشان به مونږ هم خپلو هدفونو ته د رسیدو په لاره کې په عینې ډول سره پرمختګ ته دوام ورکړو.»