په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۳۰۴ زرو نه واوښته

1494878
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۸  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۷۵۷۴    تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۲ زره او  ۹۴۲  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۷۴۳ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۰۴  زره ۶۱۰ تنو   ته لوړه شوې ده .

 همداشان چې په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰۲  تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۶۸ زره او  ۴۳۵ ته لوړه شوې ده.

 

همداشان  د ناروغانو د ۱۴۹۱    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۹  میلیونه  ۳۸۱ زره  او ۹۵۷   ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه