ترکیې د یونان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

د یونان د ورځپاڼې رذالت او پستۍ ته ډيپلوماتیک ځواب ورکړ شو.

1493536
ترکیې د یونان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د یونان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته د احضارولو نه خبر ورکړ.

 

چاوش اوغلو د انادولو خبري‌ اژانس سره په مرکه کې وویل چې « یوې یوناني‌ ورځپاڼې د ولسمشر اردوغان په اړه یو ډیر رذیل او پست خبر خپور کړی دی. پدې تړاو مو د یونان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ. »

 

هغه وویل «  البته چې زمونږ رسنۍ هم کله نا کله پر یوناني سیاستوالو نیوکې کوي، پر مونږ يي هم کوي. حتا پر مونږ يي کله نا کله ډیرې سختې نیوکې کوي. خفه کیږو خو څه وکړو دا کار کیږي. خو  سپکاوی او یا حقارت  باید د وینا او رسنیو د ازادیو په چوکاټ کې نه ارزول کیږي. سپکاوی او حقارت نه دې وینا ازادي‌ ده او نه هم د رسنیو ازادي. د ترکیې د عامه اړیکو ریاست هم په لازمو اقداماتو لاس پورې کړې دی. څه وکړو د هغوې سویه همدا ده. دا مسئله به تعقیب کړو او څه چې لازم وي‌ هغه به وکړو.»


پيوندونه: #غبرګون , #یونان , #ترکیه

اړوند خبرونه