ترکیې د اروپايي ټولنې پر خلاف سخت غبرګون وښود
ترکیې اروپايي ټولنه په یو پلوي چلند تورونه کړه
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اروپا د پارلمان لخوا د ترکیې په اړه د نیولي تصمیم پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د اروپا د پارلمان لخوا یواځې د غړیو هیوادونو ترمنځه د همغږۍ او بعضو غړیو هیوادونو شخصي ګټو ته د خدمت کولو په خاطر د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۱۷ نیټه د ترکیې پر خلاف نیولی تصمیم په هیڅډول د منلو وړ ندی.
په بیان کې راغلي دي چې اروپايی ټولنې د غړیو او اروپا د پارلمان په ګډون د ټولو اروپايي ارګانونو په نزد د اقداماتو سره سره دا ډول یو تصمیم د هیچا لپاره د منلو وړ ندی. دا تصمیم د ښه نیت او اعتدال سره په ټکر کې یو تصمیم دی.
په بیان کې د اروپايي ټولنې د پارلمان دا تصمیم یو پلوی او د هر ډول عدالت پر خلاف دی. اروپا پارلمان ددې ډول یو پلوه او عدالت نه لرې د دریځ او د صلاحیتونو نه خارج د سمندري حدوداتو په اړه پریکړې او تصامیم نیول په اصل کې پدې ارګان باور او اعتماد له منخه وړي.
په بیان کې د اروپايي ټولنې په ټولو اداراتو د حق او حقانیت ترڅنګ د دریدو غږ شوی دی. په بیان کې راغلی دي چې اروپا پارلمان، اروپايي ټولنه او اروپايي ټولنې غړي هیوادونه د دریم ګړو هیوادونو سمندري حدوداتو د معلومولو صلاحیت نلري. که چیرې د اروپا پارلمان او اروپايي ټولنې ادارات په واقعیت سره د ستونزو د حل پلوي کوي او پدې برخه کې صمیمي وي یواځې د اسانتیاوې د رامنځته کولو منځګړي په توګه رول لوبولی شي. د ټولنې غړیتوب ته نوماند هیواد ترکیې پر خلاف د یو پلوي. قضاوت نه باید لاس واخلي. د هیوادونو ترمنځه پّ ستونزو کې باید د حق او حقانیت پلوي وکړي.
په بیان کې راغلي دي چې ترکیې تل پر خلاف د ښودل شوي ناحقه چلندونو پر وړاندې ښه نیت ښودلی، د پارونکو اقداماتو پر خلاف يي اعتدال نه کار اخیستی دی. په بیان کې راغلي دي چې ددې ټولو سره سره ترکیه د خپل او شمالي قبرس ترک جمهوریت د حق او حقوقو نه دفاع کولو ته دوام ورکوي.