د ولسمشر اردوغان لخوا د مهمو مسئلو په اړه مهمې څرګندونې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په هیواد کې د کرونا ویروس د وروستي وضعیت او ختیځه مدیترانه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

1493222
د ولسمشر اردوغان لخوا د مهمو مسئلو په اړه مهمې څرګندونې

 

ولسمشر اردوغان په هیواد کې د کرونا ویروس د وروستي‌ وضعیت په اړه وویل چې « په خواشینۍ سره باید ووایو چې زمونږ هیوادوالو د کرونا ویروس تدابیر لکه څرنګه چې لازم وو مراعات نکړ. اوس مونږ مجبور یو چې مسئله جدي‌ تعقیب کړو. د ترکیې علمي‌ شورا او د روغتیا وزارت مجبور دي چې تدابیرو کچه لوړه کړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې په ځینو ولایتونو کې د کرونا ویروس د واقعیو شمیره راټیټه شوې ده . هغه وویل چې د کرونا ویروس د واکسین چارې هم په چټکۍ سره دوام لري. خصوصي‌ سکتور هم چارو ته دوام ورکوي. داسې ښکاري چې په نوي‌ کال کې مثبته نتیجه ترلاسه شي.

ولسمشر اردوغان په لیبیا کې وروستیو پرمختګونو په اړه وویل چې ، تیره میاشت مو د ښاغلي سراج سره لیدنه وکړه. وروسته د هغه د استعفا کولو مسئله رابرسیره شوه چې دې پرمختګ مونږ  خواشیني کړو. لکه څرنګه چې پوهیږۍ په لیبیا کې او په ځانګړې توګه په طرابلس کې ډیر منفي پرمختګونه په پرله پسې ډول رامنځته شول . وروسته ترکیې مداخله وکړه او د سراج حکومت يي د سقوط نه وژغوره. هغه وویل چې په لیبیا کې کودتاچي‌ حفتر د هرې ورځې‌په تیریدو سره وینه د لاسه ورکوي او ضعیفه کیږي. همداشان نن وي که سبا کودتاچي‌ حفتر په ناکامۍ محکوم دی.

پدې نږدې کې به زمونږ هیٌت لیبیا ته سفر وکړي‌ او ځینې مهمې لیدنې کتنې به وکړي .

همداشان ولسمشر اردوغان په ختیځه مدیترانه کې د یونان سره د روانې ستونزې په اړه وویل چې مونږ د یونان د لومړي‌ وزیر میچوتاکیس سره مخامخ لیدنې په اړه کومه ستونزه نلرو. دا چې  د کومې مسئلې په اړه باید خبرې وکړو دا مهمه ده. که چیرې په مییس ټاپو کې په څیر  کوم حرکت ترسره کړي لیدنه بیا کومه معنا نلري. 

هغه وویل چې د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو سره په لیدنه کې زمونږ ترمنځه يي په منځګړتوب لاس پورې کړی دی. د لومړۍ وزیرې مرکل نه او اروپا د شورا د رئیس او ایټالیا د لومړي وزیر نه  د بیلګې په توګه یادونه کولې شو. 

ولسمشر ددې خبرې پوښتنې په ځواب کې چې د یونان د لومړي‌ وزیر سره لیدنې ته چمتو یاست او که نه ؟ وویل د یونان د لومړي وزیر سره د لیدنې په خاطر کومه ستونزه نلرو. خو مهمه داده چې د کومې مسئلې په اړه خبرې وکړو.

که چیرې د مییس د تحمیل په څیر کوم اقدام وي بیا مخکې د مخکې نه ضرورت نشته. ولسمشر ارودغان وویل چې ترکیې د اوروچ رئیس کښتۍ د تخنیکي‌ سرویس په خاطر د انتالیا ولایت ته راستنه کړه. دا هم یوه معنا لري. یعنې مونږ هغوې ته فرصت ورکړ چې باید ترینه استفاده وکړي.

ولسمشر اردوغان د مصر د احتمالي کوم تړون په اړه وویل چې د استخباراتو په کچه لیدنې کتنې دوام لري. زمونږ په مخکې هیڅډول خنډ شتون نلري. خو د مصر لخوا  د یونان سره تړون لاسلیکولو مونږ ډیر خواشیني. کړي. یو.



اړوند خبرونه