د ترکیې محاربوي بې پیلوټه الوتکې مهم امتحان په بریالتوب سره سرته ورسول

اق سونګور الوتکې امتحان په بریالیتوب سره تیر کړ

1493289
د ترکیې محاربوي بې پیلوټه الوتکې مهم امتحان په بریالتوب سره سرته ورسول

د ترکیې بې پيلوټه محاربوي الوتکې اق سونګور د لومړي  ځل لپاره د پوره مهماتو سره ۲۰ زره فوټه ارتفاع ته ورسیده.

د ترکیې د هوايي  او فضايي صنایع د شرکت لخوا طرحه ، ډیزاین او جوړه شوې بې پیلوټه محاربوي الوتکه اق سونګور یو بل مهم امتحان هم په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسو. اق سونګور الوتکې د پوره مهماتو سره ارتفاع ۲۰ زره فوټه ته ورسیده او د څه باندې یوې ورځې لپاره په هوا کې پاتې شوه.

د ترکیې د هوايي او فضايي صنایع شرکت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د اق سونګور الوتکې  د کیفیت او ظرفیت د لوړولو په خاطر چارې او امتحاني  پړاونه دوام لري.

اق سونګور بې پيلوټه الوتکه ددیننه وړاندې د ۴۹ ساعته لپاره په دومداره توګه الوتنه کړې وه. 

دا الوتکه د ۷۵۰ کیلوګرامه ګټور بار د انتقال په ظرفیت او د شپې او ورځې لخوا د هوا په هر ډول شرایطو کې د استخباراتو راټولو، څار ، کشف او تعرض د دندې د ترسره کولو په ظرفیت جوړه شوې ده.

دې الوتکې د لومړي  ځل لپاره د راکټسن شرکت لخوا د جوړ شوو ۱۲ راکټونو سره یو ځای د ۲۸ ساعتونو لپاره الوتنه وکړه.

هغه دا امتحان هم په ډیر بریالیتوب سره سرته ورسو.

 

 



اړوند خبرونه