ترکیې د یونان سره د روانو ستونزو د حل په خاطر مذاکراتو ته چمتوالی وښود
ترکیې په ختیځه مدیترانه کې د روانو کړکیچونو د حل په خاطر د یونان سره پرته د هر ډول قید او شرط نه مذاکراتو ته چمتوالی وښود.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خبرولو سره ویلي دي چې د ناټو سازمان عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې او یونان ترمنځه د روان کړکیچ د کچې د راټیټولو، د دواړو هیوادونو د سمندري او پلو ځواکونو ترمنځه د احتمالي کومې پيښې د رامنځته کیدو د مخنیوي لپاره يي د نوښت او اقدام د پیلولو نه خبر ورکړی دی.
په بیان کې راغلي دي چې ترکیه هم د ددې اقدام نه ملاتړ کوي چې دا نوښت به پخپله د ناټو سازمان د مشر لخوا اعلان شي. ددې نوښت له مخې د دواړو هیوادونو ترمنخه به د ناټو سازمان په چوکاټ کې په پوځي او تخنیکي مسئلو خبرې وشي. دا مذاکرات د ترکیې او یونان ترمنځه د موجودو ستونزو د حل لپاره ندي بلکې د دواړو هیوادونو عسکري مقامات به د هر څه نه مخکې په متقابله توګه په رامنځته کړو اصلاحاتو بحث وشي.
په بیان کې راغلي دي چې ترکیه د وینان سره د ټولو مسئلو د حق په خاطر د نړۍوالو حقوقو ، عدالت او حقانیت په چوکاټ کې او تل پاتې حل لارې په خاطر پرته د کوم شرط او قیده ډیالوګ او مذاکراتو ته چمتو دی. ترکیې په یونان لوري باندې هم د ناټو سازمان د وړاندیز او نوښت نه د ملاتړ کولو غږ کړی دی.
د ناټو سازمان عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ د ترکیې او یونان تر منځه په ختيځه مدیترانه کې د احتمالي نښتو د مخنیوي د میکانیزم د جوړولو لپاره د تخنیکي لیدونو کتنو د پیلولو په خاطر په تفاهم رسیدلی دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د ویزې د ستونزو د هواري لپاره خبرې اترې روانې دي.
د تورکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات په پلازمینه انقره کې د اروپايي اتحادیې او تورکیې اړیکې و ارزولې.