په ایزمیر ولایت کې ۴۰ تنه ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل شول
د ترکیې د سواحلو د امنیت ځواکونو ۴۰ تنه ناقانونه کډوال چې په سمندر کې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول وژغورل
1483366
د ترکیې د ازمیر ولایت د چشمې په ولسوالۍ کې ۴۰ تنه غیرې قانوني کډوال چې د یوناني ځواکونو له لورې ترکیې اوبو ته راشړل شوي وو او د مرګ د ګواښ سره مخامخ د ترکیې لخوا وژغورل شول.
د ترکیې د سواحلو د امنیت ځواکونو ویلي دي چې د ازمیر ولایت د چشمې په ولسوالۍ کې ۴۰ تنه ناقانونه کډوال چې په یوې پلاستیکي کښتۍ کې سپاره ول او یوناني ځواکونو لخوا ترکیې اوبو ته راشړل شوي وو او د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول ددوې لخوا ژغورل شوي دي.
ژغورل شوي کډوال د ازمیر ولایت د کډوالۍ ریاست ته سپارل شوي دي. ویل کیږي یوناني ځواکونو د نوموړو کډوالو کښتۍ په سمندر کې د ډوبیدو په خاطر د خپلو اوبو راشړلې وه چې د ترکیې د سواحلو د امنیت د ګزمې د ځواکونو لخوا د تثبیتیدو نه وروسته وژغورل شول.