د ترکیې مرستیال ولسمشر په یونان او اروپايي ټولنې ډیرې سختې نیوکې وکړې
د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د یونان او اروپايي ټولنې پر خلا ډیر سخت غبرګون وښود .
د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د یونان او اروپايي ټولنې پر خلا ډیر سخت غبرګون وښود . هغه د یونان لخوا خپله سمندري ساحه ۱۲ میلو ته د غځولو د غوښتنې په غبرګون کې پر اروپايي تولنې غږ وکړ« ایا تاسې زمونږ نه ددې د منلو تمه لرۍ؟ ښه که چیرې دا مسئله د جګړې سبب کیږي نه نو که مسئله د جګړې سبب ګرځي؟»
هغه وویل ترکیه په هر قیمت چې تمامیږي په ختیځه مدیترانه په هر متر خاوره او هر متر مکعب اوبو کې د خپل حق او حقوقو نه به دفاع وکړي.
هغه وویل غواړم اروپا ته یو ځل بیا دا خبره وکړم چې ترکیه د ختیځې مدیترانې او ایژې په ګډون ټولو سیمو کې د خپلو حقونو نه په هیڅډول او قطعيصورت سره لاس نه اخلي او تریږي ترې نه.
هغه د یونان لخوا خپله سمندري ساحه ۱۲ میلو ته د غځولو د غوښتنې په غبرګون کې پر اروپايي تولنې غږ وکړ« ایا تاسې زمونږ نه ددې د منلو تمه لرۍ؟ ښه که چیرې دا مسئله د جګړې سبب کیږي نه نو که مسئله د جګړې سبب ګرځي؟»
هغه وویل چې له بده مرغه چې تر ننه پورې اروپا هیڅکله د ترکیې د ګټو په خاطر د ترکیې څنګ ځای نیولی ندی. دا خو پر ځای پریږده چې حتا تش په خوله غبرګون ييندی ښودلی.
هغه وویل زمونږ ملت چې کله خبره د ازادۍ، خپلواکۍ او استقلال د مسئلې وي ټول سره یو موټی کیږي او بل د هیچا خبره نه اوري. دا کو په هر بدل او قیمت تمامه شي باک نلري.
هغه وویل له بده مرغه نن ورځ که چیرې یو بل هیواد د نورو په سمندري سیمه کې فعالیت وکړي د چا غږ نه وځي خو که چیرې ترکیه په خپله سمندري سیمه کې فعالیت کوي د ټولو چغې راوځي.