په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۶۳ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۶۲۰۹ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۰۶ زره او ۱۱۱ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۴۹۱ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۶۳ زره ۹۹۸ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۹۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۴۰ زره او ۷۹۲ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو د ۸۶۲ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره شپږ میلیونه ۷۲۷ زره ۸۶۰ ته لوړه شوې ده. هغه وویل چې په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره د ټسټونو شمیره تر ۱۰۵ زرو لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو د شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.