د ترکیې ځايي او ملي بې پيلوټه تعرضي الوتکې یو بل امتحان هم په بریالیتوب سره سرته ورسو

ترکیې د ځايي‌ او ملي‌ بیرقدار اقنجي بې پیلوټه تعرضي الوتکې  یو بل ډیر مهم ازمایښت هم په بریالیتوب سره سرته ورسو.

1477339
د ترکیې ځايي او ملي بې پيلوټه تعرضي الوتکې یو بل امتحان هم په بریالیتوب سره سرته ورسو

 

د ترکیې د بیرقدار شرکت لخوا د ځايي‌ او ملي امکاناتو سره جوړه شوې د بیرقدار اقنجي د بې پیلوټه تعرضي الوتکې د ازمایښتونو ترڅ کې داځل په ۳۰۰۰۰ فوټه  ارتفاع ته د رسیدو سیستم ازمایښت کړ.

د دې تعرضي الوتکې د لوړې ارتفاع سیستم په ډیر بریالیتوب سره وازمایل شو.

د بیرقدار دفاعي‌ صنایع شرکت د تخنیکي‌ چارو رئیس سلجوق بیرقدار وویل چې د بیرقدار اقنجي بې پيلوټه تعرضي الوتکې د لوړې ارتفاع سیستم ازمایلو په خاطر الوتکې د سهار په ۶ بجو الوتنه وکړه او ۳۰۰۰۰ فوټه ارتفاع ته ورسول شوه. په لوړه ارتفاع کې د الوتکې ټول ازمایښتونه په بریالیتوب سره ترسره شول.

الوتکه د ۳ ساعته او ۲۲ دقیقو لپاره په هوا کې پاتې شوه.

الوتکه په هوا کې د ټولو ازمایښتونو د په بریالیتوب سره د پایته رسیدو نه وروسته د سهار په ۹ بجو او ۳۸ دقیقو په ډیر بریالیتوب سره راښکته شوه.

پدې ډول اقنجي‌ تعرضي الوتکې پنځمه ازمایښتي الوتنه په ډیر بریالیتوب سره ترسره کړه.

هغه وویل چې دا ستر بری دې ټولو هیوادوالو ته مبارک وي.



اړوند خبرونه