په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د خاني تلفاتو مجموعي شمیره د ۶ زرو تنو نه واوښته
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۵۱ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۶۰۱۶ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۸۲ زره او ۳۱۸ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۲۶۳ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۵۱ زره او ۸۰۵ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۴۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۳۲ زره او ۹۱۳ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو د ۷۰۳ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره پنځه میلیونه ۸۸۲ زره ۴۰۶ ته لوړه شوې ده.
هغه وویل چې په هیواد کې د لومړي ځل لپاره په ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۸۲ زرو تنو ته د کرونا ټسټ شوی دی. د کرونا نني ارقام په اصل کې د لسو ورځو د تدابیرو نه مراعات کولو نتیجه ده. که چیرې د تدابیرو په مراعات کولو کې قوي اراده وښایو د ویروس د خپریدو مخه به په لویه کچه ونیول شي.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو د شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.