د امریکا ولسمشر ټرمپ د ولسمشر اردوغان ستاینه وکړه
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د نړۍ په کچه د شطرنج د یو ډیر مهم لوبغاړي په توګه یادونه وکړه.
ټرمپ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په خپل رقیب جو بایدن د نیوکو سره وویل چې په نړۍ کې ډیر مهم بهرني مشران شتون لري. ټول د نړۍ په کچه د شطرنج لوبغاړي دي.
ټرمپ د فوکس نیوز کانال د یو پروګرام سره د ټيلیفون له لارې په اړیکه کې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې.
ټرمپ په بایدن باندې په هره برخه کې ډیرې سختې نیوکې وکړې او په ځانګړې توګه د بهرني سیاستونو په برخه کې.
هغه په بایدن غږ وکړ چې په نړۍ کې د ډیر مهمو او هوښیارو مشرانو سره مخامخ یي. دا هیوادونه د نړۍ په کچه د شطرنج لوبغاړي مشران لري او هغوې زه ډیر ښه پیژنم.
د بیلګې په توګه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان. بایدن پدې خبره نه پوهیږي چې څوک چیرې او څنګه دی. د یو زیرزمیني نه راوتل او حتا یو څوک چې سمې خبرې نشي کولی هغه د امریکا د ولسمشر په توګه ټاکل ناممکنه خبره ده.
ټرمپ ویلي دي چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ښې اړیکې لري. حتا د ځینو هیوادونو مشران په بعضو مسئلو کې زما نه د اردوغان سره د خبرو کولو غوښتنه کوي او وايي چې اردوغان ستا خبرې ته اهمیت ورکوي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا د ولسمشرۍ نوماند بایدن د روان کال د جنوري په میاشت کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په خپله یوه مرکه کې د ترکیې او ولسمشر اردوغان په اړه ډیرې د حد نه تیرې بې مسئولیته څرګندونې کړې وې چې د ترکیې سخت غبرګون يي پارولی دی.