په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۵۰ زرو تنو نه لوړه شوه
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۹۹۶ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۷۴ زره او ۸۴۶ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۲۳۳ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۵۰ زره او ۵۴۲ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۳۱ زره او ۹۷۱ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو د ۶۸۶ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره پنځه میلیونه ۸۰۰ زره ۸۸ ته لوړه شوې ده.
هغه وویل چې د روان میلادي کال د مارچ د میاشتې د ۱۱ مې نیټې نه په اعتبار سره په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۵۰ زرو نه واوښته. همداشان په ترکیه کې ۱۲۵۷۵ تنه اکتیف په کرونا ویروس ناروغان شتون لري چې په قرنطین کې نیول شوي دي. دا کسان اوس هم د ویروس د نشر د پوتانشیل خاوند دي. وزیر وویل چې نوو ناروغانو تداوي اسانه شوې ده خو د هغه ناروغانو شمیره چې روغتیايي حالت يي باریکه دی مخ په ډیریدو ده.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو د شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.