د ترکیې د دفاع وزیر او لوی درستیز لیبیا ته سفر وکړ
د ترکیې د دفاع وزیر او لوی درستیز د لیبیا سره لاسلیک شوي پوځي او امنیتي همکاریو د توافقنامې په چوکاټ کې لیبیا ته سفر کړی
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار او لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر د امنیتي او پوځي همکاریو د توافق په چوکاټ کې په لیبیا کې د روانو فعالیتونو نه د لیدنې په موخه طرابلس ته سفر وکړ.
د دفاع وزیر اکار او لوی درستیز ګولر نه د لیبیا د میتیګا په هوايي ډګر د رسمي پوځي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وشو.
د هر کلي په مراسمو کې د لیبیا د ملي وفاق د مشروع حکومت مرستیال دفاع وزیر صلاح الدین النمروش، لوی درستیز ډګرجنرال محمد الشریف او په طرابلس کې د ترکیې لوی سفیر سرحد اکسن او یو زیات شمیر لیبیايي او ترکي مقاماتو ګډون کړی وو.
اکار د هر کلي د رسمي مراسمو نه وروسته د تشریفاتو قطعه معاینه کړه.
د ترکیې د ملي دفاع وزیر او لوی درستیز د هر کلي د مراسمو نه وروسته د ترکیې او لیبیا ترمنځه د پوځي او امنیتي همکاریو د توافق په چوکاټ کې جوړ شوي د دفاعي او پوځي همکاریو روزنیز او مشورتي قومندانۍ مرکز ته لاړ.