په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۴۸ زرو نه واوښته

1473637
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۹۵۵ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۶۷ زره او  ۲۱۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۲۵۶ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۴۸ زره او ۱۱۷ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۹۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۲۹ زره او ۹۷۲ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۶۶۸ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  پنځه  میلیونه  ۶۵۹ زره ۲۸۶ ته لوړه شوې ده.

د روغتیا وزیر وویل چې د کرونا د ټسټونو په برخه کې تر ټولو لوړ رقم ته رسیدلي یو. همداشان د مثبتو پيښو شمیره په تیرو ۴۵ ورځو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده .  سختو ناروغانو شمیره هم  لوړه شوې ده .

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو د شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه