د ترکیې ملي شورا رئیس د متحده عربي اماراتو پر خلاف سخت غبرګون وښود
شنتوپ : د متحده ایالتونو لخوا د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو اړوند هوکړه لیک غندم
د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د متحده عربي اماراتو پر خلاف د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په خاطر د لاسلیک کړي هوکړه لیک په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
هغه په غبرګون کې ویلي دي چې " د اسرائیل سره د فلسطین دعوا ته په خیانت کولو د هوکړه لیک لاسلیکول یو ډیر سپک اقدام او توره لکه ده. د متحده عربي اماراتو دا اقدام په کلکه توګه غندو. "
د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ په استانبول کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځه د اړیکو د عادي کولو اړوند د هوکړه لیک په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل " له بده مرغه چې په اسلامي نړۍ کې رامنځته شوي او د نورو لخوا جوړ شوي دا ډول پرديپال او لاسپوڅي دولتونه هم شتون لري. دوې د خپلو طبعي زیرمو او شتمنیو سره ګومان کوي چې مونږ دولت یو. دوی داسې فکر کوي خو په اصل کې دوې د نورو لوی دولتونو د لاس الې دي. د هغوې په اشاره نڅیږي. که تعبیر يي جایز وي دوی د اسلامي نړۍ د یووالي، یو موټيوالي، اتحاد او اتفاق د لمنځه وړو د ماموریت په دنده ګمارل شوي دي. ددوې دنده همدا ده. "
هغه زیاته کړه چې " د متحده عربي اماراتو لخوا د اسرئیل سره همکاري د اسلامي نړۍ د لومړنۍ مسئلې فلسطین مسئلې او دعوا ته ستر خیانت دی. که چیرې عربي نړۍ ته وګورو دا مسئله او دعوا د عربي نړۍ لپاره هم ډیره مهمه مسئله ده . دا د هغوې سره هم خیانت دی.متحده عربي اماراتو د خیانت نه ډګ دریځ خپل کړی دی. د همدې امله دا د هغوې لپاره د شرم نه ډکه خبره ده. زما په اند اسلامي هیوادونه ددې مسئلې د تلافي په خاطر باید هر څه ژر سره راټول شي . متحده عربي اماراتو د اسرائیل سره چې ټول نړۍوال حقوق او د ملګروملتونو سازمان پریکړې د خپو لاندې کړي او د فلسطین خاوره يي اشغال کړې ده او نن ورځ هم اشغال ته دوام ورکوي هوکړه لیک او یا تړون لاسلیکول فلسطین او د فلسطین خلکو ته ستر خیانت او سپکاوی دی. د همدې امله متحده عربي امارات غندم. "